کورپاڼه / د لوبو راپورونه / انګلستان هم ویسټ انډیز ته په ماتې ورکولو نړیوال جام په بریا پیل کړ

انګلستان هم ویسټ انډیز ته په ماتې ورکولو نړیوال جام په بریا پیل کړ

انګلستان د نړیوال شل اوریز جام په خپله لومړۍ او د نړیوال جام په ۱۴مه لوبه کې ویسټ انډیز ته په ۶ ویکټو ستره ورکړه.

د نړیوال شل اوریز جام ۱۴مه لوبه د انګلستان او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ نن ماښام په دوبۍ کې ترسره شوه. د لوبې په پیل کې انګلستان پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

ویسټ انډیز په ۱۴.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۵۵ منډې وکړې، چې له ډلې یې کریس ۱۳ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د انګلستان لپاره عادل رشید ۲.۲ اورونو ترسره کړل، دوه منډې یې ورکړې او څلور ویکټې یې ترلاسه کړې. دغه راز معین علي او تامل میلز بیا دوه-دوه ویکټې واخیستې او کریس جورډن یوازې د یوې ویکټې په اخیستلو بریالی شو.

د ۵۶ منډو هدف د انګلستان لوبډلې په ۸.۲ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په ۶ ویکټو یې بریا خپله کړه، چې له ډلې یې جوش بټلر ۲۴ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د ویسټ انډیز لپاره عقیل حسن دوه او روي رامپال یوه ویکټ ترلاسه کړه، د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه معین ته ورکړل شوه، چې نوموړي په ۴ اورونو کې ۱۷ منډې ورکړې وې او ۲ ویکټې یې هم ترلاسه کړې وې.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …