په نیوزیلېنډ کې د کریسټ چرچ ښار شورا د ښار یوازینی رسمي جادوګر له دندې ګوښه کړ. دغه جادوګر له شاوخوا ۳۵ کلونو راهیسې د ښار په واټونو کې د خلکو ساتیرۍ لپاره جادویي نندارې وړاندې کولې.
د راپور له مخې؛ ددې جادوګر اصلي نوم ایان بریکنبري دی خو په تذکره او د موټر چلولو جواز یا لایسنس کې یې نوم د ‘وزرډ’ (جادوګر) لیکل شوی دی.
نوموړی د ۱۹۸۰ کال لسیزه کې د کریسټ چرچ ښار شورا لخوا د (رسمي جادوګر) په توګه وګمارل شو او دنده ور وسپارله شوه، چې په زړه پورې جادویي چلونو به ترسره کوي او سیلانیانو ته تفریح برابروي، ترڅو د ښار له سفره خوند واخلي او بیا-بیا ځلې راشي.
په ۲۰۰۰ کال کې د رسمي جادوګر کلنی معاش ۱۶۰۰۰ نیوزیلېنډي ډالر وه او د خپلې دندې پرمهال یې د کریسټ چرچ ښار شورا لخوا ۳۶۸۰۰۰ نیوزیلېنډي ډالر تنخوا اخیستې ده.
په دې اړه د ښار شورا په یوه بیان کې ویلي چې دا پریکړه ډیره ستونزمن وه، خو دا چې اوس د ښار سیاحتي ځایونه او د سیلانیانو غوښتنې بدلې شوي او د رسمي جادوګر خدماتو ته اړتیا نلري.
بل لوري ته د یاد ښار اوسیدونکې په دې پرېکړه خواشیني څرګنده کړې، خو مخالفت یې نه دی کړی او جادوګر هم ویلي چې د دندې په ختمېدو خواشینی نه دی او له دې پرته هم خلک خوشحالولی شي.