کورپاڼه / روغتيا / آیا په خټینو لوښو کې د اوبو ساتلو او څښلو له ګټو خبر یاست؟

آیا په خټینو لوښو کې د اوبو ساتلو او څښلو له ګټو خبر یاست؟

اوبه د هر ژوندي موجود په ژوند کې ترټولو مهم عنصر دی او له دې پرته ژوند ناشونی دی، هر انسان باید په ورځ کې ۸ ګیلاسه یا له هغې څخه زیاتې اوبه د خپلې جسمي اړتیاوو له مخې وڅښي، ترڅو بدن یې خپلې ټولې چارې په ښه توګه ترسره کړي.

زموږ د کورنۍ مشران او سپین ږیري په خټینو لوښو کې اوبه کاروي او همدا لامل دی چې په تیرو وختونو کې خلکو یو سالم ژوند کاوه، خو نن سبا چې لوښي په پلاستیک بدل شوی، د انسان روغتیا ته خورا زیان رسونکی دی. لکه چې لوښي د طبیعي مرکب څخه جوړ شوي وي، نو دوستانه یې ګڼلی شو، نو راځئ دلته د خټینو لوښو په اړه پوه شو:

په خټینو لوښو کې د اوبو ساتل د اوبو د طبیعي یخوالي یا سوړوالي کې مرسته کوي او ترڅنګ یې د هر ډول کیمیاوي موادو څخه پاکې دي، نو د هغې استعمال کولی شي میټابولیزم چټک کړي اړ د هاضمي سیسټم ته غوره والی ورکړي.

په اوړي کې د سختې ګرمۍ په سبب جل وهنه او نورې ستونزې رامنځته کېږي، خو په خټینو لوښو کې د اوبو څښل د یادې ستونزې سره مبارزه کې مرسته کوي، ځکه چې د خاورې لوښي د اوبو منرالونه او غذايي مواد خوندي ساتي.

ډیری وختونه کله چې موږ په یخچال یا فریزر کې اوبه وساتو او بیا یې وڅښو، نو د ستوني درد لامل کیږي او ټوخي رامنځته کوي، خو د خټینو لوښو اوبه طبیعي سوړوالی لري او د ستوني لپاره ښه وي. دغه راز خټین لوښې نه یوازې د اوبو یخولو لپاره ګټور وي، بلکې په طبیعي ډول د پاکولو وړتیا یې هم لري او په دې توګه د څښاک اوبه پاکې او صحي کوي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …