کورپاڼه / خپلواک / امريکايۍ سندرغاړې ټېلر سويفټ په روان کال کې تر ټولو زياتې پېسې ګټلي
ټېلر سويفټ

امريکايۍ سندرغاړې ټېلر سويفټ په روان کال کې تر ټولو زياتې پېسې ګټلي

خپلواک وېبپاڼه (٨ دسمبر ٢٠١٩): امريکايۍ سندرغاړې ټېلر سويفټ په روان کال کې ١٨٥ ميليونه امريکايي ډالر ګټلي دي، چې دا د يوې هنرمندې يا سندرغاړې له لوري په ٢٠١٩ کال کې تر ټولو زياتې پېسې دي چې يې ګټلي دي.

د راپورونو په وينا، د امريکا مجلې (فوربز) په ٢٠١٩ کال کې د زياتو پېسو ګټونکو سندرغاړو او موسيقارانو ليسټ خپور کړى دى، چې په دغه ليسټ کې ټېلر سويفټ بيا نور ټول شاته پرېښي او تر ټولو زياتې پېسې يې ګټلي دي.

د فوربز مجلې د راپور په وينا، سږ کال د ټېلر سويفټ لپاره ډېر بختور و او په دې کال کې د هغې په شهرت کې نور ډېر زياتوالى هم راغى او همدا راز د دې تر څنګ يې شتمني هم په دې کال کې ډېره زياته شوه.

د يادولو ده چې په تېرو پنځه کلونو کې دا دويم ځل دى چې ټېلر سويفټ دا اعزاز ترلاسه کوي، هغې د ٢٠١٦ کال کې هم تر نورو ډېرې پېسې ګټلې وې او د فوربز مجلې هغه کال هم نوموړې په دغه لېسټ کې په سر کې راوستې وه.

په زياتو پېسو ګټونکو سندرغاړو او موسيقارانو کې دويم کس بيا امريکايي سندرغاړى کانيى ويسټ دى، چې په روان کال کې يې ١٥٠ ميليونه امريکايي ډالر ګټلي دي، همدا راز په دريم مقام بيا برېتانوي سندرغاړى ايډ شيران راغلى دى، چې هغه ١١٠ ميليونه امريکايي ډالر ګټلي دي.

زياتې پېسې ګټونکي سندرغاړي

د فوربز مجلې په دغه ليسټ کې بيا د بارباډوس د موسيقۍ ملکه رېحانه په ١١م مقام راغلې ده او کېټي پيري بيا ١٣م مقام ترلاسه کړى دى، چې لومړۍ ٦٢ ميليونه او دويمه ٥٧.٥ ميليونه امريکايي ډالر ګټلي دي.

همدا راز په دې لېسټ کې د امريکا مشهورې سندرغاړې جينيفر لوپيز او لېډي ګاګا نومونه هم شته، چې په ٢٠١٩ کال زياتو پېسو ګټونکو سندرغاړو کې يې نوم راغلى دى.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …