کورپاڼه / روغتيا / د ملخوزې دانې یا تخم په اوبو کې لامده او ګټه ترې پورته کړئ

د ملخوزې دانې یا تخم په اوبو کې لامده او ګټه ترې پورته کړئ

د ملخوزې تخمونه یا دانې د پیړیو راهیسې د خوړو او نورو ګټو د لاسته راوړلو لپاره کارول کیږي، ځکه چې د ملخوزې دانې استعمالول د انسان د معافیت سیسټم پیاوړی کوي او د ژمي د ناروغیو په ګډون د سرطان په څیر د وژونـــکو ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي.

ډېری خلک د ملخوزې دانې له ګټو ناخبره دي او له پامه غورځول کېږي، خو نن سبا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې کارپوهان د ملخوزې دانې له ګټو او د هغې د اوبو د ګټو په اړه د حیرانۍ احساس کوي.

که چېرته د ملخوزې تخم اوبه په خپلو ویښتو کې ولګوئ، نو د ویښتو ښکلا بېرته راولي او له ګنجي کېدو څخه به مو وژغوري. دغه راز د شکرې ناروغۍ په صورت کې که هره ورځ د ملخوزې تخم اوبه وڅښل شي نو د کولیسټرول په شمول شکر هم کنټرولولی شي.

د ملخوزې تخم اوبه د کولیسټرول سره مبارزه کې خورا ګټور وي او لامده شوي د ملخوزې تخمونه د کولیسټرول په کمولو کې ډیره مرسته کولی شي. که قبض لرئ نو د ملخوزې دانې اوبه وڅښئ او د هاضمې سیسټم ښه کړئ او د پښتورګو د تیږو په درملنه کې هم ګټور ګڼل کېږي.

د ملخوزې تخمونه په یو میسن لوښي کې واچوئ او په ټیټ تودوخه یې وایشوئ، بیا په یوه بلینډر کې د ملخوزې تخمونه واچوئ ترڅو پوډر ترې جوړ شي، بیا په یو ګیلاس ګرمو اوبو کې یوه کاچوغه د ملخوزې پوډر مخلوط کړئ او له هغې وروسته به د ملخوزې اوبه په څو دقیقو کې چمتو شي، اوس یې وڅښئ او روغتیایی ګټې ترلاسه کړئ.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …