کورپاڼه / کرکټ / انضمام الحق: د بابر اعظم تخنیک له ویرات کوهلي څخه غوره دی

انضمام الحق: د بابر اعظم تخنیک له ویرات کوهلي څخه غوره دی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر انضمام الحق ویلي دي، د بابر اعظم تخنیک له ویرات کوهلي څخه غوره دی. نوموړي له یوه تلویزون سره په خبرو کې د هند او پاکستان لوبډلمشرانو پرتلنه کړې او دواړه لوی لوبغاړي دي.

نوموړي ویلي دي، که چېرته د دواړو تخنیک سره پرتله کړو، نو د بابر اعظم تخنیک له ویرات کوهلي څخه غوره دی. څه ډول چې بابر اعظم توپ وهنه کوي نو داسې ښکاري چې هغه به ټول ریکارډونه مات کړي.

انضمام الحق زیاته کړې ده، ویرات کوهلي هم د خپل هېواد لپاره ډېره غوره وړتیا ښودلې ده، خو هغه یو څه احساساتي دی. بابر چې څومره لوبې کړي د هغې په حساب یې له کوهلي ریکارډ غوره دی.

هغه دغه راز ویلي دي، د بابر غوره تر اوسه نه ده څرګنده شوې او د توپ وهونکو ژوند له دیرش کلنۍ وروسته پیلیږي. نوموړي ویلي، د هند او پاکستان لوبې پرمهال به پر کوهلي ډېر فشار وي، ځکه چې د لوبډلمشر په توګه د هغه وروستی ټورنمنټ دی.

هغه دا هم ویلي دي، بابر اعظم د منډو کول لپاره لوږه له نورو بېلوي او ما په کوم بل توپ وهونکې کې د منډو جوړولو دومره لوږه نه ده لېدلې.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …