کورپاڼه / روغتيا / آیا د ورزش نه کولو له اغېزو خبر یاست؟

آیا د ورزش نه کولو له اغېزو خبر یاست؟

ورزش یا سپورټ کول د صحت مندانه او روغ ژوند لپاره اړین وي، خو پوښتنه داده چې که چېرته ورزش ونه کړو نو زموږ پر بدن به څه اغېزې وکړي؟ څېړونکو دې پوښتنه ته داسې ځواب ورکړی که یې په اړه پوه شو نو هره ورځ به ورزش کولو ته مجبور شو.

ټایمز اف انډیا د راپور پر اساس، څېړونکي وایي چې په دوامداره توګه پرلپسې ورزش نه کول، د شراب څښلو، سګریټ څکولو او د ډېرو کیمیاوي توکو له استعمال سره برابر یا ډېر زیانمن وي.

که چېرته په غیر متحرک ډول پاتې شو او بدني فعالیتونه ترسره نه کړو، نو مخکې له وخته د مړینې امکان یې د سګریټ څکونکو او شکرې ناروغانو څخه ډېر وي.

هغه کسان چې ورزش نه کوي د هغوی د زړه ناروغیو خطر څو برابره ډېرېږي او د ساه اړوند ستونزې یې هم ډېرېږي. دا داسې خلک عضلې کمزوري کېږي او په ډېرو ناروغیو اخته کېږي.

دغه راز هغه کسان چې ورزش نه کوي هغوی د خوب له کمښت سره مخ کېږي او د اوږد ژوند له نعمت بې برخه کېږي او په دا ډول کسانو کې د وینې فشار ډېرېږي.

دا هم ولولئ

په ژمي کې د کونځلو د استعمال حیرانوونکې ګټې

روغتیاپالان په ژمي کې د بې شمېره ناروغیو او وایروسونو څخه د ژغورنې لپاره د …