کورپاڼه / جالب / هغه میرمن چې په وار یې نهه ماشومان زېږولي ول، اوس یې حالت څنګه دی؟

هغه میرمن چې په وار یې نهه ماشومان زېږولي ول، اوس یې حالت څنګه دی؟

د افریقایي هېواد مالي اوسیدونکې حلیمه سیسي، چې د ۲۰۲۱ کال په میې کې یې په وار نهه ماشومان زېږولي او ټول روغ ول، اوس وایي چې ماشومان یې ورځ تر بلې پیاوړي کېږي.

له حلیمه سیسي وړاندې دا ریکارډ له یو امریکایي یهودۍ میرمنې نادیه سلیمان سره و، نوموړې د ۲۰۰۹ کال په جنورۍ کې په یو وار اته ماشومانو ته زېږون ورکړی و.

شپږویشت کلنې حلیمه سیسي له ډیلي میل سره په خبرو ویلي دي، چې ټول ماشومان د ښې روغتیا خاوندان دي او ورځ تر بلې پیاوړي کېږي او ژر به له طبي څارنې اجازه ترلاسه کړي.

د حلیمه سیسي حمل اخیستنې په طبیعي ډول ترسره شوې او ماشومانو یې په طبیعي ډول ۵۰۰ ګرامو څخه تر یوې کیلو پورې وزن درلوده. راپور زیاتوي چې یاد ماشومان له زېږون وروسته تر جدي څارنې لاندې ول او ژر به له روغتون څخه رخصت کړل شي.

نوموړې پنځه انجونو او څلور هلکانو ته زېږون ورکړی و. اوس یې د ماشومانو عمر شپږ میاشتې شوی او حلیمه سیسي او د هغې خاوند د هغوی تازه عکسونه خپاره کړي دي.

دا هم ولولئ

امریکایي میرمنې په پښه کې د مېخ په تلو لس میلونه ډالر تاوان اخیستی

د ایټالیې یوې محکمې په یاد هېواد کې د امریکایي میرمنې اپریل جونس په شکایت …