کورپاڼه / روغتيا / د پښو سوخت لپاره له کومې طریقې څخه ګټه واخلو؟

د پښو سوخت لپاره له کومې طریقې څخه ګټه واخلو؟

ډېرې کوچنۍ او عادي ناروغۍ هم داسې وي چې د نښو، نښانو د څرګندېدو سربېره بیاهم له پامه غورځول کېږي او په نورو چارو دومره بوخت شي چې خپلې روغتیا ته لږ پام نه کوي.

همدا عادي ناروغۍ په پایله کې په داسې ناروغۍ بدلېږي، چې بیا درملنه کول آسانه نه وي. په دې عادي ناروغیو کې یو هم د پښو سوځېدل دی، چې د ډېر تکلیف او ځور سبب کېږي.

که چېرته تاسې هم له ورته ستونزې سره مخ یاست، نو باید مو وي چې له پامه یې ونه غورځوئ او دا هغه وخت رامنځته کېږي، چې پښو ته د وینې جریان سم نه وي او د سوخت، جام کېدو او نورو ستونزو سبب کېږي.

ددې ستونزې د حل لپاره د شاه بلوط مېوه (Horse chestnut ) استعمالول ډېر ګټور تمامېږي. په دې مېوه کې داسې کیمیاوي مواد موندل کېږي چې د بدن سوخت کمولی شي.

په ۲۴۰ تنو د دریو میاشتو لپاره د څېړنې له مخې معلومه شوه چې دغه مېوه د بدن سوخت کموي او په پښو کې هغه وخت سوخت پیدا کېږي کله چې زړه په سم ډول وینه پمپ نه کړي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د اوږد او سالم ژوند لپاره ګټور وي

څوک دا هیله نلري چې سالم، اوږد او ښه ژوند ولري، خو په اوسني دور …