کورپاڼه / کرکټ / سنیل ګواسکر: کومه لوبډله چې ډېر الراونډران لري هغه به پیاوړي وي

سنیل ګواسکر: کومه لوبډله چې ډېر الراونډران لري هغه به پیاوړي وي

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر سنیل ګواسکر د هند او پاکستان د نننۍ لوبې په اړه څرګندونې کړي او ویلي یې دي، کومه لوبډله چې ډېر الراونډران ولري هماغه به پیاوړي وي.

نوموړي له یوه پاکستاني تلویزون سره د هند او پاکستان لوبې په اړه خبرې کړي او زیاته کړې ده، چې پاکستانۍ لوبډله پیاوړي الراونډر لري. یعنې یاده لوبډله به پیاوړي وي.

په دې دوران کې د پاکستان پخواني لوبډلمشر انظمام الحق وویل، چې د هند او پاکستان لوبه د (ډو اینډ ډایي) یعنې ووهه یا اوټ شه لوبه ده، نن له پایلوبې وړاندې پایلوبه ترسره کېږي.

بل لوري ته د پاکستان پخواني ورو توپ اچونکي مشتاق احمد ویلي دي، چې ګټې لپاره باید غوره لوبه وشي. دغه راز هربجن سینګ بیا ویلي چې د هند په یوولس کسیزه لوبډله کې یو توپ اچونکی کم دی.

د یادونې وړ ده، چې د هند او پاکستان ترمنځ له ۲۰۱۶ کال راهیسې کومه شل اوریزه نه ده شوې، خو نن ماښام به دواړه لوبډلې د افغانستان پر وخت ۶:۳۰ یو بل سره په لوبه کې مخ شي.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …