کورپاڼه / هنر او کلتور / شاه رخ خان په دې ډول حالاتو له وړاندې اندیښنه ښودلې وه

شاه رخ خان په دې ډول حالاتو له وړاندې اندیښنه ښودلې وه

د هندي سینما یا بالیووډ بې تاجه پاچا شاه رخ خان په دې ورځو کې د خپل زوی آریان خان د نیول کېدو له امله ډېر اندیښمن ښکاري. شاه رخ له دې وړاندې ویلي ول چې نوم او شهرت یې اولادونو ته زیان رسولی شي.

څه دپاسه دوه اونۍ وړاندې د ممبۍ نــــشـــه یي تـوکو د کنټرول ادارې (NCB) آریان خان د نورو ملګرو سره یوځای د ممبۍ په ساحل کې، چې په داسې حال کې ونېول شو چې په کښتۍ کې یې پارټي یا محفل برابر کړی و.

په دې دوران کې د شاه رخ خان یوه پخوانۍ مرکه پر ټولنیزو رسنیو لاس په لاس کېږي، په دې ویډیو کې شاخ رخ خان ویلي چې زما نوم او شهرت زما اولادونو ته زیان رسولی شي خو زه داسې نه غواړم.

شاه رخ په ۲۰۰۸ کال کې له جرمني تلویزیون سره په مرکه کې ویلي وو:((زما تر ټولو لویه وېره یا اندېښنه دا ده چې زما شهرت زما کورنۍ او ماشومان زیان ونه رسوي.))

نوموړي زیاته کړې ده:((زه غواړم چې د خپلو اولادونو د پلار په توګه وپېژندل شم، خو زه نه غواړم چې هغه زما د ماشومانو په توګه وپېژندل شي.))

دا هم ولولئ

د اکشي کمار فلم د شاه رخ خان او رنویر سینګ فلمونه شاته پرېښودل

د بالیووډ فلمي لوبغاړي اکشي کمار نوي فلم (سوریا ونشي) په باکس افس د رنویر …