کورپاڼه / روغتيا / د ادرک، لېمو، دارچیني، زڼکۍ او تورو مرچو حیرانوونکې ګټې

د ادرک، لېمو، دارچیني، زڼکۍ او تورو مرچو حیرانوونکې ګټې

څومره چې د انسان بدن لپاره د ګټورو خوړو کارول اړین وي، په هماغه اندازه بدن له مضرو موادو پاکول هم اړین دي او ددې لپاره په کور کې د څو مصالحو په مرسته اوبه چمتو کولی شو او حیرانوونکې روغتیايي ګټې ترې لاسته راوړلی شو.

د خوراکي توکو پوهان د معدې، پښتورګو او ځیګر د پاکولو لپاره د ډیټوکس اوبو سپارښتنه کوي، دا ډیټوکس اوبه له بېلابېلو لارو چمتو کیږي، د ډیټوکس اوبه کارول نه یوازې دا چې له بدن څخه زیان رسونکي مواد وباسي، بلکې د زړه روغتیا هم خوندي ساتي، پوستکی او ویښتان ښه کوي، د هاضمې سیسټم، میټابولیزم تېزوي او وزن کموي.

که چېرته په هر کور کې د ګرمو مصالحو په مرسته جوړې شوې ډیټوکس اوبه په منظمه توګه وکارول شي، نه یوازې دا چې د وزن په کمولو کې مرسته کوي، بلکې د شکرې، د زړه ناروغۍ، نسایي ناروغیو لپاره خورا ګټور ثابتیږي او د کولیسټرول لوړه کچه کموي.

خو د پښتورګو او د وینی لوړ فشار ناروغان باید د ډیټوکس اوبه ونه کاروي او هغه خلک چې د معدې تیزابیت لري، هغوی کولی شي د د ډیټوکس اوبو څخه د لېمو په ایستلو پاتې نور توکي وکاروي.

د ډیټوکس اوبو لپاره دوه دانې لېمو، څلورمه برخه د کاچوغه زڼکۍ، لږ غوندې دارچیني او لږ تور مرچ په یو لیتر جوش اوبو کې واچوئ. بیا چې سړې شوې نو چاڼ یې کړئ او اوبه یې وساتئ.

دا هم ولولئ

په ژمي کې د کونځلو د استعمال حیرانوونکې ګټې

روغتیاپالان په ژمي کې د بې شمېره ناروغیو او وایروسونو څخه د ژغورنې لپاره د …