کورپاڼه / روغتيا / ویټامین ډي یوازې د هډوکو لپاره نه بلکې د پوستکي لپاره هم مهم ګڼل کېږي

ویټامین ډي یوازې د هډوکو لپاره نه بلکې د پوستکي لپاره هم مهم ګڼل کېږي

زموږ بدن د مناسب فعالیت لپاره بیلابیل ویټامینونو او منرالونو ته اړتیا لري او که چېرته د کوم ویټامین له کمښت مخ شي نو د مختلفو ستونزو لامل ګرځېدلی شي. زموږ پوستکی او ویښتان هم ځینې ویټامینونو او منرالونو ته اړتیا لري، چې له هغې جملې ویټامین ډي خورا مهم ګڼل کیږي.

د لمر وړانګو کمښت او نامناسب خوراک د ویټامین ډي د کمښت دوه عام لاملونه دي او په بدن کې د ویټامین ډي کمښت د پوستکي بېلابېلې لکه سپوروالی او نور رامنځته کوي.

ویټامین ډي د بکتریا ضد خاصیت لري او د کمښت په پایله کې د پوستکي جواني دانو لامل کېږي او ترڅنګ یې د مخ ګونځي هم پیدا کوي

د لمر وړانګې په بدن کې د ویټامین ډي په تولید کې مهم رول لوبوي او ډیری داسې تغذیه سرچینې هم شته چې تاسو یې د بدیل په توګه کارولی شئ، لکه د هګیو ژیړ، ماهي او نور خواړه چې په ویټامین ډي کې بډایه وي.

ویټامین ډي د التهاب په کمولو کې مرسته کوي او د بکتریا ضد خاصیت یې پوستکی له بکتریا او زیان رسونکو کیمیاوي موادو څخه ساتي او له وخته وړاندې د زړښت مخنیوی کوي. دغه راز ویټامین ډي نمي لري چې پوستکی د اوبو له کمښت ساتي او ترڅنګ یې دفاعي سیستم ته هم پیاوړتیا وربخښي.

دا هم ولولئ

په ژمي کې د کونځلو د استعمال حیرانوونکې ګټې

روغتیاپالان په ژمي کې د بې شمېره ناروغیو او وایروسونو څخه د ژغورنې لپاره د …