کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / فیسبوک: د فعالو کاروونکو د شمېر معلومولو ستونزو لرو

فیسبوک: د فعالو کاروونکو د شمېر معلومولو ستونزو لرو

د ټیکنالوژۍ یا خواله رسنیو مشهور شرکت فیسبوک وایي چې په خپل پلیټ فارم کې د فعالو کاروونکو د شمېر په معلومولو کې ستونزه لري.

په دې اړه د فېسبوک لخوا یو راپور خپور شوی او پکې ویل شوي دي چې دوی د خپلو فعال کاروونکو ریښتیني شمېر په معلومولو کې ستونزه لري ځکه چې یو کاروونکی په یو وخت کې ډیر حسابونه لري.

د فیسبوک لخوا خپور شوي راپور کې راغلي، کله فیسبوک ۵۰۰۰ وروستي حسابونه وکتل، نو معلومه شوه چې له ۳۲ څخه تر ۵۶ سلنو پورئ حسابونه د هغو کاروونکو لخوا رامینځته شوي، چې دمخه یې حسابونه درلودل.

له دې څخه دا معلومېږي چې هره ورځ د فیسبوک فعال کاروونکو شمیر د باور وړ نه دی او ډېر یې جعلي هم کېدلی شي.

په دې تړاو ویل کېږي، هغه كسان چې اکاونټونه لري د فېسبوک لخوا پرې بنديز لګول کېږي او زیاته کړې ده، چې دا کار ځكه كوي چې شرکت د حقيقي پېژندګلوۍ پلیټ فارم ګڼي.

دا هم ولولئ

فیسبوک د نوم له بدلون وروسته په وټساپ کې هم بدلون راغلی

د فیسبوک بنسټ ایښودونکي مارک زکربرګ د اکتوبر ۲۸مه نېټه د خپل شرکت نوم بدل …