کورپاڼه / خبرونه / حشمت الله شهیدي: ویاړم چې یوار بیا د غیرتي ملت نمایندګي کوم
حشمت الله شهیدي

حشمت الله شهیدي: ویاړم چې یوار بیا د غیرتي ملت نمایندګي کوم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره توپوهونکی حشمت الله شهیدي وايي چې هغه ویاړي چې یو ځل بیا په نړیواله کچه د افغانستان په شان د غیرتي ملت نمایندګي کوي.

نوموړي په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې د نړیوال شل اوریز جام له پیلیدو څخه مخکې یو پوسټ کړی دی او د مینه والو څخه یې د دعا غوښتنه هم کړې ده.

نوموړی په خپل پوسټ کې لیکي: ((قدرمنو هېوادوالو سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ!. د نړيوال جام تمریناتي لوبې پای ته ورسېدلې او اوس د اصلي امتحان وخت يعنې د جام د پیلېدو وخت را رسېدلى دی.))

حشمت الله شهیدي زیاتوي: ((خوشحال يم او وياړم، چې يوار بيا په نړيواله کچه د افغانستان په شان د ښکلي او لرغوني هېواد او د غيرتي ملت نماینده ګى کوم. ان شاءالله په پوره وس او توان سره به خپلو هڅو ته دوام ورکوو، ترڅو ستاسو په شونډو مسکا خوره وکړو. ستاسو دې دعاګانو په هيله!))

د یادولو وړ ده چې افغانستان به سبا په نړیوال شل اوریز جام کې خپله لومړۍ لوبه د سکاټلېنډ سره ترسره کړي. دا لوبه په شارجه کې د افغانستان په وخت ۶ بجې پیلېږي.

دا هم ولولئ

پاکستان په لومړۍ ټیسټ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د بنګله دېش او پاکستان لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو په اولې ټیسټ لوبه …