د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي په یوه خبري کانفرانس کې ویلي دي، چې د متحده عربي اماراتو له آب او هوا سره بلد یو او د مخته تګ چانس مو ډېر دی.
نوموړي د سبانۍ لوبې، چې سبا ماښام له سکاټلېنډ سره ترسره کېږي، څخه وړاندې د هېواد په سیاسي وضعیت هم غږېدلی او ویلي یې دي چې موږ له څلویښتو کلونو راهیسې له خرابو حالاتو سره مخ یو.
محمد نبي زیاته کړې، چې د نړیوال جام لپاره ښه مورال لرو او د ټولو لوبو او جام لپاره به له ځانګړي پلان سره لوبېږي، د متحده عربي اماراتو له آب او هوا سره بلدتیا ښیي او وایي چې د مخته تګ چانس مو ډېر دی.
دغه راز هغه پر افغانانو غږ کړی دی ترڅو د خپلې لوبډلې بشپړ ملاتړ وکړي او هغوی به دا هڅه کوي ترڅو لوبې وګټي او د هېوادولو پر شونډو مسکا خپره کړي.
د یادونې وړ ده، چې افغان لوبډله په خپل ګروپ کې له هند، پاکستان، نیوزیلېنډ، سکاټلېنډ او نمیبیا سره لوبې لري او سبا ماښام به خپله لومړۍ لوبه د سکاټلېنډ پر وړاندې ترسره کړي.