خپلواک وېبپاڼه (٨ دسمبر ٢٠١٩): د ويسټ انډيز توپوهونکو د هندۍ لوبډلې نه د تېرې لوبې غچ واخيست او په دويمه شل اوريزه لوبه کې يې ورته په ٨ ويکټو ماته ورکړه او د درې شل اوريزو لوبو يې ورسره په ١-١ سره مساوي وکړ.
د هند او ويسټ انډيز لوبډلو ترمنځ د درې شل اوريزو لوبو لوبلړۍ دويمه لوبه نن ترسره شوه. د لوبې په پيل کې پچه د ويسټ انډيز لوبډلې وګټله او لومړى يې د هند لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د هند لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې شيوام ډوبى ٥٤ او ريشاب پانټ ٣٣ ناسوځېدلې منډې وکړې. همدا راز په دې لوبه کې د پيل توپوهونکو روهيت شرما ١٥ او کى ايل راهول ١١ منډې وکړې، ويراټ کوهلي هم يوازې په ١٩ منډو وسوځېده.
د ويسټ انډيز له لوري هايډن والش او کيسريک ويليمز ٢-٢ لوبغاړي وسوځول، همدا راز شيلډون کاټريل، خېري پېري او جېسن هولډر ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.
د ١٧١ منډو هدف د ويسټ انډيز لوبډلې په ١٨.٣ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٨ ويکټو په توپير يې د هند لوبډلې ته ماته ورکړه. د ويسټ انډيز له لوري لينډل سيمونز او اېوان ليوس په زړه پورې توپوهنه وکړه، چې لومړي ٦٧ ناسوځېدلې او دويم ٤٠ منډې وکړې، همدا راز نيکولاس پوران ٣٨ ناسوځېدلې او شيمرون هيټماير ٢٣ منډې وکړې.
د هند له لوري واشينګټن سندر او رويندرا جډيجا ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.
د يادولو ده چې په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې هند د ويسټ انډيز لوبډلې ته په ٦ ويکټو ماته ورکړې وه چې ويراټ کوهلي پکې ٩٦ ناسوځېدلې منډې کړې وې او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې ترلاسه کړې وه.
د درې شل اوريزو لوبو لوبلړۍ د ١-١ لوبې ګټلو سره مساوي ده، چې دواړه لوبډلې به د لوبلړۍ وروستۍ يا دريمه شل اوريزه لوبه د دسمبر په ١١مه نېټه د هند په ممبۍ ښار کې ترسره کړي.