کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د ډونلډ ټرمپ ټولنیزه رسنۍ (ټروت خواله) هیک شوې ده

د ډونلډ ټرمپ ټولنیزه رسنۍ (ټروت خواله) هیک شوې ده

د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ نوې د ټولنیزې رسنۍ ویبپاڼې له وړاندې کولو دمخه هیک شوې ده. یاده ویبپاڼه تر اوسه پورې په عامه سطحه د لاسرسي وړ نه ده بلکې کار پرې روان دی.

د امریکایي رسنیو راپورونو پر اساس، د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ له لورې د اعلان شوې ویبپاڼې له وړاندې کولو دمخه هیک شوې ده. د نفرت خپرونکو او غلطو معلوماتو خپرولو پر وړاندې کارکوونکي هیګرانو ادعا کړې، چې د ټروټ ټولنیزه رسنۍ یې هیک کړې ده.

هیکرانو دعوه کړې ده، دوی په ټروت خواله رسنۍ کې د ډونلډ ټرمپ شخصي اکونټ هیک کړی او د خنځیر عکس په خپرولو یې ورسره لیکلي دي، ډونلډ صیب ټرمپ.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم پخپل راپور کې ویلي دي، چې هیکرانو د ډونلډ ټرمپ له لورې تیاره شوې ټولنیزه رسنۍ کې زیات شمېر حسابونه هیک کړي.

هیکران وایي چې دوی د ټروت ټولنیزې رسنۍ له کمزوریو په ګټنې د ډونلډ ټرمپ حساب هیک کړی او هلته یې جعلي حساب هم جوړ کړی.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …