کورپاڼه / جالب / د ډیناسور د وخت یو بل مخلوق په بشپړ حالت کې موندل شوی

د ډیناسور د وخت یو بل مخلوق په بشپړ حالت کې موندل شوی

په میانمار کې ساینس پوهانو د ډیناسور دورې یو داسې کنجه پوړ موندلی، چې سل ملیونه کاله دمخه په ځمکه کې موندل کېده.

ساینس پوهان وايي، په میانمار کې موندل شوی کنجه پوړ، تر اوسه پورې په موندلو شوو پخوانیو کنجه پوړ ډولونو تر ټولو په بشپړ حالت کې موندل شوی دی.

څېړونکې زیاته کړې دا کنجه پوړ د امبر په یوه پخوانۍ ټوټه کې موندل شوی او له عکسونو ښکاري چې کنجه پوړ په بشپړ حالت کې دی. د هارورډ پوهنتون د ارتقايي بیولوژي د څانګې مشر څیړونکي ژاویر لوکي ویلي، دا نمونه دومره عالي او بشپړه ده چې د بدن یو ویښته یې هم نه دی ضایع شوی.

نوموړی ویلي ښایي کنجه پوړ په غلط وخت کې په خوراک پسې په غلطه لار برابر شوی وي او په ونه کې بند پاتې شوی وي. هغه امریکایي، چینایي او کاناډایي ساینسپوهان چې په شمالي میانمار کې کار کوي، دې کنجه پوړ ته یې د کریټپسارا اتاناتا نوم ورکړی.

که څه هم د ترټولو پخواني کنجه پوړ پاتې شوني ۲۰۰ میلونه کاله وړاندې د جراسک دورې پورې اړه لري، خو هغه ډېر نیمګړي دي.

دا هم ولولئ

په تشناب کې ډېر وخت تېرول د بواسیرو ناروغۍ رامنځته کوي

ځینې کسان عادت لري کله چې تشناب ته لاړ شي نو بېرته ترې وتل کېږي …