کورپاڼه / روغتيا / انار بې شمېره حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري

انار بې شمېره حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري

د انارو دانې د کوچنیو یاقوتو په څیر ښکاري او دا میوه د خپل خوند او ګټو له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده، خو د خوړلو او سپینولو پرمهال خلک یو څه له ستونزو سره مخ کوي، یعنې سپینول یې لږ څه سخت دي خو بیاهم د روغتیا خزانه پټه ده.

انار په زیاته اندازه فایبر لري او یو ډول انټي اکسیډنټ لري چې د روغتیا لپاره خورا ګټور وي. د پنسلوانیا ایالت پوهنتون د خوراکي توکو کارپوه ډاکټر پني کریس وايي د انارو شوخ رنګ وګورئ دغه رنګ د پولیفینول په نوم مادې له امله سور دی.

پولیفینول د اکسیډنټ په توګه کار کوي او په بدن کې التهاب کموي او همدارنګه د عمر له ډېرېدو سره مبارزه کوي. د انارو یوه پیاله ۷۲ کالوري، ۱۶ ګرامه کاربوهایډریټ او ۳ ګرامه فایبر او په زیاته اندازه فولیټ، ویټامین کی او پوتاشیم لري.

په ایران کې انار د ژمي زیور بلل کیږي. په لرغوني تمدن کې د سوکالۍ، خوشحالۍ او زرغونتیا میوه هم بلل کېده. دغه راز انار پیونیک اسید لري چې یو ډول فیټي اسید دی او ډیر ګټور ګڼل کېږي.

انار د خپلو ځانګړتیاوو له امله د شکر ناروغۍ لپاره د پام وړ طبي ګټې لري او د التهاب ضد ځانګړتیا په سبب د بندونو درد کموي. ځینو څېړنو ښودلې چې دغه مېوه د زړه لپاره ډېره ګټوره ده، ځکه چې التهاب کموي او شریانونه نرم او پراخه ساتي او د وینې فشار کموي.

دا هم ولولئ

په ژمي کې د کونځلو د استعمال حیرانوونکې ګټې

روغتیاپالان په ژمي کې د بې شمېره ناروغیو او وایروسونو څخه د ژغورنې لپاره د …