راشد خان د ملي لوبډلې د توپ وهنې په اړه په ویلي دي، زموږ د ټاپ ارډر توپ وهونکي به د هر لوبډلې لپاره سرخوږی وي. هغه دا څرګندونې له افغان کرکټ اسوسېشن فیسبوکپاڼې سره په مرکه کې کړي دي.
راشد خان په داسې حال کې د ملي لوبډلې د توپ وهنې په اړه څرګندونې کوي، چې د کرکټ مبصرین او مشهور لوبغاړي د افغان لوبډلې ورو توپ اچونه، چې راشد، نبي او مجیب دی، مثلث ګڼي او خطرناک یې ګڼلي.
نوموړي ویلي دي، چې د کرکټ مبصرین او نړیوال زموږ د ورو توپ اچونکو په اړه بحثونه کوي، خو دې نړیوال جام کې زموږ د ټاپ ارډر توپ وهونکي به د هرې لوبډلې سرخوږی وي.
راشد خان زیاتوي، رحمن الله ګربز، محمد شهزاد او حضرت الله ځاځی زموږ د ټاپ ارډر توپ وهونکي دي، دوی په دې وروستیو کې ښې لوبې کړي او د هرې لوبډلې لپاره ستونزې جوړولی شي.
د یادولو وړ ده، چې حضرت الله ځاځي او محمد شهزاد په وروستۍ تمریناتي لوبه کې د ویسټ انډیز پر وړاندې نیمه سلیزې ووهلې او رحمن الله ګربز هم له دیرشو ډېرې منډې جوړې کړې وې.