کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سریلانکا د بنګله دېش لوبډلې ته په زړه پورې ماتې ورکړه

سریلانکا د بنګله دېش لوبډلې ته په زړه پورې ماتې ورکړه

سریلانکا د نړیوال شل اوریز جام له لومړي پړاو وروسته د سوپر (۱۲) پړاو پخپله لومړۍ لوبه کې بنګله دېش ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړه.

د نړیوال شل اوریز جام ۱۵مه لوبه د سریلانکا او بنګله دېش لوبډلو ترمنځ نن په شارجه کې ترسره شوه. د لوبې په پیل کې سریلانکا پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

بنګله دېش په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۱ منډې وکړې، چې له ډلې یې محمد نعیم ۶۲ او مشفیق الرحیم ۵۷ ترټولو زیاتې منډې وکړې. د بنګله دېش لپاره چمیکا کرونارتني، بینورا فرناندو او لیهرو کمارا یوه-یوه ویکټ واخیست.

د ۱۷۱ منډو هدف د بنګله دېش لوبډلې په ۱۹ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په ۵ ویکټو یې بریا خپله کړه.

د بنګله دېش لخوا چهاریت اسلانکا ۸۰ او بنوکا راجافکسا ۵۳ ترټولو زیاتې منډې وکړې. د سریلانکا لپاره نسوم احمد او شکیب الحسن دوه-دوه او محمد سیف الدین یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …