کورپاڼه / ريکارډونه / شکیب الحسن په نړیوال جام کې د شاهد افریدي ریکارډ مات کړ

شکیب الحسن په نړیوال جام کې د شاهد افریدي ریکارډ مات کړ

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې مخکښ الراونډر شکیب الحسن په شل اوریز نړیوال جام کې د پاکستان پخواني لوبډلمشر شاهد افریدي ریکارډ مات کړ.

شکیب الحسن د شل اوریز نړیوال جام سوپر (۱۲) پړاو په دریمه او عمومي ۱۵مه لوبه کې د سریلانکا خلاف د نړیوال جام ترټولو زیاتې ویکټې ترلاسه کړې.

نوموړی لومړی توپ اچونکی شو، چې په شل اوریز نړیوال جام کې ترټولو زیاتې ویکټې اخلي. له دې وړاندې دغه ریکارډ له شاهدي افریدي سره و، هغه د ۳۹ ویکټو په اخیستو لومړی مقام درلوده.

شکیب الحسن د سریلانکا پر وړاندې دوه اوره ترسره کړل، شپږ منډې یې ورکړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول. په دې سره هغه د ۴۱ ویکټو په اخیستو په نړیوال جام کې د ترټولو زیاتو ویکټو اخیستونکی لوبغاړی شو.

په نړیوال جام کې له شکیب الحسن وروسته شاهد افریدی د ۳۹ ویکټو په ترلاسه کولو دویم او د سریلانکا چټک توپ اچونکی لاست ملنګا د ۳۸ ویکټو په ترلاسه کولو دریم مقام له ځان سره لري.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …