کورپاڼه / کرکټ / آیا پوهېږئ چې دا هند او پاکستان ترمنځ په مجموعي ډول ۲۰۰یمه لوبه ده؟

آیا پوهېږئ چې دا هند او پاکستان ترمنځ په مجموعي ډول ۲۰۰یمه لوبه ده؟

د کرکټ نړۍ د ترټولو سرسخت سیالیو هند او پاکستان ترمنځ په مجموعي ډول د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ۲۰۰یمه لوبه روانه ده.

اوسمهال د ۲۰۲۱ کال شل اوریز نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو څلورمه لوبه د هند او پاکستان ترمنځ جریان لري. له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ په مجموعي ډول ۱۹۹ لوبې ترسره شوي.

که څه هم په شل اوریز لوبو کې هند د پاکستان پر وړاندې برلاسی دی، خو په مجموعي ډول بیا د پاکستان لوبډله ښه ریکارډ لري او په ۸۶ لوبو کې یې بریا ترلاسه کړې او هند بیا ۷۰ لوبې ګټلي دي.

دغه راز یوه لوبه بې پایلې پای ته رسېدلې او ۳۸ لوبې مساوي شوي دي. دواړه لوبډلې له ۲۰۰۷ کال راهیسې تر ۲۰۲۱ کاله پورې ۹ ځلې په شل اوریزو لوبو کې مخ شوي او له دې وړاندې په اتو لوبو کې شپږ هند ګټلي، یوه یې بې پایلې پای ته رسېدلې او یوه پاکستان ګټلې ده.

په یوه ورځنیو لوبو کې دواړه لوبډلې له ۱۹۷۸ کال راهیسې تر ۲۰۱۹ کاله پورې ۱۳۲ ځلې سره د لوبې ډګر ته ښکته شوي، چې پاکستان ۷۳ او هند ۵۵ لوبو کې بریا ترلاسه کړې.

دغه راز د هند او پاکستان ترمنځ له ۱۹۵۲ کال راهیسې تر ۲۰۰۷ کاله پورې ۵۸ ټیسټ لوبې ترسره شوې، چې هند ۹ او پاکستان ۱۲ ګټلي دي او ۳۸ لوبې مساوي شوي دي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …