کورپاڼه / خبرونه / کرکټ بورډ د افغانستان غوره لیګ (APL) د تنظیم او څارنې لپاره کمېټه جوړه کړه

کرکټ بورډ د افغانستان غوره لیګ (APL) د تنظیم او څارنې لپاره کمېټه جوړه کړه

د کرکټ بورډ مشرتابه د پرېکړې په پایله کې نن د افغانستان غوره لیګ (APL) د مقدماتي او بنسټیزو سیالیو د ترسره کولو لپاره د تنظیم او څارنې ځانګړې کمېټه جوړه شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ د راپور پر اساس، د کرکټ بورډ مشرتابه د پرېکړې په پایله کې د افغانستان غوره لیګ (ای پي اېل) سیالیو د ترسره کولو لپاره د تنظیم اوڅارنې کمېټه جوړه شوه.

راپور زیاتوي، چې دا کمېټه به د لومړنیو چارو د تنظیم مسوولیت په غاړه ولري او له شریکانو او نورو اړخونو سره به د بحثونو او خبرو اترو لپاره د زمینې برابرولو ترڅنګ د څارنې مسولیت هم په غاړه واخلي.

ویل کېږي چې په دې کمېټه کې د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د غوراوي کمېټې اوسنی غړی میرویس اشرف، د کرکټ د عملياتي څانګې مشر ښاغلى عبدالولي امين، د کرکټ د پرمختيايي څانګې مشر احمد شاه او د حقوقي کمېټې مشر ښاغلى محمد احمد شامل دي.

دغه راز همایون شهاب، د اجرایيه ریاست سلاکار محمد ظریف عباسي او ددې ادارې د مالي چارو رییس ښاغلي محمد سلام افغان د کمېټې د غړي په توګه ټاکل شوي دي.

دا هم ولولئ

د لنکا لیګ اوومه لوبه د ګربز لوبډلې وګټله

د لنکا لیګ اوومه لوبه کې رحمان الله ګربز بیا ونه چلېده، یوازې ۸ منډې …