هند په لومړیو کې خپلې دوه ویکټې ډېر ژر له لاسه ورکړې خو وروسته د ویرات کوهلي او ریشب پنټ ملګرتیا لوبه کابو کړه او پرمټ یې پاکستان ته د ۱۵۲ منډو هدف وټاکه.
د نړیوال شل اوریز جام ۱۶مه لوبه د هند او پاکستان لوبډلو ترمنځ نن د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. د لوبې په پیل کې پاکستان پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
هند په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۱ منډې وکړې، چې له ډلې یې ویرات کوهلي ۵۷ او ریشب پنټ ۳۹ ترټولو زیاتې منډې وکړې.
د پاکستان لپاره شاهین افریدي ترټولو غوره توپ اچونه وکړه، هغه درې لوبغاړي وسوځول. دغه راز حسن علي دوه، شاداب خان او حارث رووف یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د یادولو وړ ده چې دا په نړیوال شل اوریز جامونو کې د دواړو لوبډلو ترمنځ شپږم لوبه ده، له دې وړاندې ټولې لوبې د هند لوبډلې پخپله بریا سرته رسولي.