کورپاڼه / روغتيا / آیا غواړئ چې نزله، بلغم او ټوخی په بنسټیز ډول له منځه یوسئ؟

آیا غواړئ چې نزله، بلغم او ټوخی په بنسټیز ډول له منځه یوسئ؟

نزله، ټوخی او بلغم داسې ناروغۍ دي چې د انسان د ځور او تکلیف سبب کېږي او ترڅنګ د بویولو حس، سر دردي او د بدن د دردونو سبب هم کېږي.

د نزلې په صورت کې د بلغم په جوړېدو سره دماغ او نظر کمزوری کېږي. دا چې بلغم څه ډول ختم کړو ددې لپاره لاندې آزمایل شوې طریقه عملي کړئ، چې په دې به نه یوازې بلغم ختم شي بلکې له ټوخي او سردردۍ به هم وژغورل شئ.

د بلغم د درملنې لپاره به یو ګیلاس اوبه راواخلئ، بیابه پکې یوه کاچوغه توره دانه واچوئ او پر اور به یې کېږدئ، اوس چې څنګه اوبه ګرمې شوې نو په لوښي به سر بند کړئ او تر دریو دقیقو پورې لږ اور ورپسې پرېږدئ، نو د تورې دانې چای به تیار شي.

اوس به لوښی له اور ښکته کړئ او د تورې دانې چای به په پیاله کې واچوې او په پرلپسې توګه به یې له لسو تر پنځلس ورځو پورې پرلپسې په نهاره وڅښئ، نو نزله او بلغم به له بېخه ختم کړي.

د یادولو وړ ده چې د تورې دانې دا چای د ښځو او سړیو ټولو لپاره د ګټې اخیستنې وړ دی، خو هغه ماشومان چې کم عمره وي هغوی ته یې نه ورکول کېږي.

دا هم ولولئ

په ژمي کې د کونځلو د استعمال حیرانوونکې ګټې

روغتیاپالان په ژمي کې د بې شمېره ناروغیو او وایروسونو څخه د ژغورنې لپاره د …