کورپاڼه / روغتيا / آیا غواړئ پرته له ورزش کولو وزن کم کړئ؟

آیا غواړئ پرته له ورزش کولو وزن کم کړئ؟

د بدن اضافي وازده، ډېر وزن یا چاغوالی، که چېرته تاسې هم له یادو ستونزو سره مخ یاست، نو اوس یې وخت دی چې ځان ترې وژغورئ او هغه هم له ورزش کولو پرته چې اوس ممکنه ده.

د وزن کمولو لپاره چې څومره طریقې ښودل کېږي، په هغې ټولو کې ورزش کول کلیدي رول لري، خو که چېرته تاسې له ورزش سره مینه نلرئ او وزن کمول غواړئ نو څه به کوئ؟

یوې څېړنې موندلې ده، هغه کسان چې په زیاته روښنایۍ کې او په شور لرونکو هوټلونو کې ډوډۍ خوري، هغوی د هغه کسانو په پرتله ډېر خوراک کوي چې په آرامه چاپیریال او لږه روښنایۍ کې ډوډۍ خوري.

څېړنه کې راغلي دي، په کم رڼا یا روښنایۍ کې د خوراک کولو سرعت کمېږي او د خوړو په سړېدو سره موږ ژر خوراک بس کوو. دغه راز هر انسان باید هره ورځ تر اتو ساعتونو پورې خوب وکړي او هغه هورمونیکي سیستم هم سم کړي چې لوږه او تنده کابو کوي.

د سړو خوړو په پرتله ګرم خواړه ښه خوړل کېږي او که چېرته د لوښو او کاچوغو سایز کم کړو نو بیاهم د خوراک کچه راکمولی شو. دغه راز په ناشته کې پروټین لرونکي خواړه هم لوږه کابو کوي، مستې او د ممپلیو غوړ استعمال کړئ او هر وخت لږ-لږ خوراک وکړئ.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …