کورپاڼه / خبرونه / پاکستان د هند پر وړاندې تاریخ جوړ کړ

پاکستان د هند پر وړاندې تاریخ جوړ کړ

د بابر اعظم او محمد رضوان د سترې ملګرتیا پرمټ پاکستان کرکټ لوبډلې د هند په وړاندې د یوې سترې بریا په خپلو تاریخ جوړ کړ.

د نړیوال شل اوریز جام ۱۶مه لوبه د هند او پاکستان لوبډلو ترمنځ نن د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه. د لوبې په پیل کې پاکستان پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

هند په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۱ منډې وکړې، چې له ډلې یې ویرات کوهلي ۵۷ او ریشب پنټ ۳۹ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د پاکستان لپاره شاهین افریدي ترټولو غوره توپ اچونه وکړه، هغه درې لوبغاړي وسوځول. دغه راز حسن علي دوه، شاداب خان او حارث رووف یوه ویکټ ترلاسه کړه.

پاکستان یاد هدف په ۱۸ اورونو کې پرته له کوم زیانه ترلاسه کړ او په یوه تاریخي لوبه کې یې هند ته په ۱۰ ویکټو ستره ماتې ورکړه، چې بابر اعظم ۶۸ او محمد رضوان ۷۸ منډې جوړې کړې.

د یادولو وړ ده چې دا په نړیوال شل اوریز جامونو کې لومړی ځل و چې پاکستان لوبډله د هند پر وړاندې بریا تر لاسه کوي، له دې وړاندې یې هیڅ لوبه نه وه ګټلې.

دا هم ولولئ

د لنکا لیګ اوومه لوبه د ګربز لوبډلې وګټله

د لنکا لیګ اوومه لوبه کې رحمان الله ګربز بیا ونه چلېده، یوازې ۸ منډې …