کورپاڼه / خبرونه / شفیق مرید د کرکټ ملي لوبډلې لپاره نوې سندره خپره کړه؛ سندره دلته واورئ

شفیق مرید د کرکټ ملي لوبډلې لپاره نوې سندره خپره کړه؛ سندره دلته واورئ

د هېواد نامتو سندرغاړي او کمپوز کوونکي شفیق مرید د کرکټ ملي لوبډلې لپاره نوې سندره، چې د (افغانستان) په نوم یادېږي، خپره کړه.

د نوموړي دغه سندره (په وطني احساس به لوبې ګټو افغانستان ته)، چې دوه ساعته یې د خپرېدو تېره شوي، ۳۰۹ لایکونه اخیستي او له ۲۱۰۰ ځلې زیاته لېدل شوې ده.

شفیق مرید خپله فیسبوکپاڼه په دې اړه لیکلي:((خپله نوې سندره ( افغانستان) چې زمونږ پوره ټیم پرې ډېر زیار وېستلی د افغانستان د کریکټ اتلانو ته، چې سبا به انشاالله د کریکټ نړیوال جام کې لوبېږي، ډالۍ کوم.))

نوموړي دغه راز لیکلي:((له تاسې ټولو ملګرو څخه هیله کوم څومره چې کولی شئ سندره له نورو سره شریک کړئ.))

هغه د کرکټ له مینوالو او هېوادوالو څخه غوښتنه کوئ چې راځئ په ګډه خپله ملي لوبډله د پخوا په شان د زړه له تله تشویق کړو ترڅو نړیوال جام کې ښه وځلېږو.

دا هم ولولئ

ایوش شرما: سلمان خان د واده کولو لپاره وخت نه لري

د سلمان خان د خور خاوند او په (انتم) فلم کې د هغه همکار ایوش …