کورپاڼه / جالب / د وېروونکې څېرې جوړونکی مجرم ونېول شو

د وېروونکې څېرې جوړونکی مجرم ونېول شو

پولیسو د نړۍ ترټولو وېروونکی تورن شخص، چې هر وخت د خپلې څېرې شکل بدلوي، نېولی دی. نوموړی اوس د تــېــرې په تور نېول شوی دی.

د بهرنیو رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، چې تورن شخص شپږ څلویښت کاله عمر لري او خپل مخ یې لومړی کېندلی او بیا یې په بېلابېلو ډیزاینونو سره رنګ کړی دی او تېره ورځ د پولیسو لخوا نېول شوی دی.

راپور زیاتوي چې تورن شخص په بېلابېلو ډیزاینونو سره په تور رنګ یې خپل څېره ډېره وېروونکې کړې ده. دغه شخص د میسوري اوسیدونکی دی او مایکل کیمپ نومېږی، دویم ځل لپاره نېول کېږي او اته اتیا قضیې لري.

پولیس وایي چې تورن شخص له هرې پېښې وروسته خپل شکل بدلوي او دا یې د تــېــرې کولو له پېښې وروسته ویښته کم کړي، که چېرته جرم پرې ثابت شي نو عمر قید سزا ورکول کېږي.

ویل کېږي چې مایکل کیمپ په ۲۰۲۰ کال په عامو ځایونو کې د ګډوډۍ په سبب په شپږ میاشتې بند محکوم شوی و. پولیس وایي چې نوموړی هرځل له پېښې وروسته څېره بدلوي ترڅو ونه پېژندل شي او همدا لامل دی چې اوس ډېر وېروونکی ښکاري.

دا هم ولولئ

امریکایي میرمنې په پښه کې د مېخ په تلو لس میلونه ډالر تاوان اخیستی

د ایټالیې یوې محکمې په یاد هېواد کې د امریکایي میرمنې اپریل جونس په شکایت …