کورپاڼه / ريکارډونه / د هند او پاکستان ترمنځ د بیګانۍ لوبې ریکارډونه

د هند او پاکستان ترمنځ د بیګانۍ لوبې ریکارډونه

بیګا په شل اوریز نړیوال جام کې د پاکستان له لورې محمد رضوان او بابر اعظم د ۱۵۲ منډو ملګرتیا په جوړولو سره هند ته په لس ویکټو تاریخي ماتې ورکړه، ددې بریا وروسته پاکستان ډېر ریکارډونه جوړ کړل.

هند د دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې د پاکستان لپاره د ۱۵۲ منډو هدف کېښود، چې بیا پاکستان لوبډلې پرته له کوم زیانه پوره کړ، په دې لوبه کې محمد رضوان ۷۹ او بابر اعظم ۶۸ منډې جوړې کړې.

دا لومړنۍ لوبه په نړیوال جام کې یې پاکستان له هند څخه ګټي او لومړی ځل دی چې هند په شل اوریز نړیوال جام کې په ۱۰ ویکټو ماتې خوري او پاکستان هم په لومړي ځل په شل اوریزه لوبو کې په ۱۰ ویکټو بریا ترلاسه کوي.

دغه راز د هند پر وړاندې د بابر اعظم او محمد رضوان د ۱۵۲ منډو ملګرتیا په شل اوریزو لوبو کې ترټولو ستره ملګرتیا ده، له دې وړاندې دا ریکارډ د استرالیا د ډیویډ وارنر او شین واټسن و، دواړو په ۲۰۱۲ کال د هند خلاف ۱۳۳ منډې ملګرتیا وکړه.

بل لوري په شل اوریزو نړیوال جامونو کې دا ملګرتیا د پاکستان لوبډلې لپاره ترټولو ستره ملګرتیا وه. په دې پاڼۍ کې بابر اعظم په ۲۰۲۱ کال ۱۵۰۰ منډې پوره کړې او دویم لوبغاړی شو چې دا چاره ترسره کوي. نوموړي په ۲۰۱۹ کال ۱۶۰۷ منډې جوړې کړې وې.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …