کورپاڼه / کرکټ / پر ټولنیزو رسنیو د هند پر لوبډلې ملنډې وهل کېږي

پر ټولنیزو رسنیو د هند پر لوبډلې ملنډې وهل کېږي

بیګا هند د پاکستان له لاسه ستره تاریخي ماتې وخوړه، له دې ماتې وروسته پر ټولنیزه رسنۍ په زړه پورې بحثونه پیل شوي او د هند لوبډلمشر یې مسخره کړی، حتی ځینو خو نریندر مودي هم همداسې نه دی پرېښی.

په ټولنیزو رسنیو یو کاروونکي د هندي فلمونو د مشهور اداکار اکشي کمار دوه عکسونه خپاره کړي او لیکلي یې دي، اکشی کمار له لوبې وړاندې او له لوبې وروسته.

یو بل شخص هم د اکشي کمار یو عکس خپور کړی دی او له عکس سره د هغه د فلم ډیلاګ لیکلی دی چې:((بابو ورورکه پر ما خو سر ګرځي.))

دغه راز په ټولنیزو رسنیو کې یو بل شخص د هند کرکټ ملي لوبډلې د پیلیز توپ وهونکي روهیت شرما عکس خپور کړی او د (فرصت-فرصت) هیشټک یې ورسره استعمال کړی.

بل لوري ته یو بل شخص له ویرات کوهلي سره د نریندر مودي عکس خپور کړی دی او د (شولې) فلم مشهور ډیلاګ یې ورسره لیکلی:((څو کسان ول….؟ بس یوازې دوه ول سرداره!))

دا هم ولولئ

شان ټیټ هم د افغان لوبډلې د روزنې دنده پرېښوده

د افغانستان د ملي لوبډلې د توپ اچونکې روزونکي شان ټیټ له خپلې دندې استعفاء …