کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان او سکاټلېنډ لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبو مخینه

د افغانستان او سکاټلېنډ لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبو مخینه

د افغانستان او سکاټلېنډ کرکټ ملي لوبډله له ۲۰۱۶ کال نړیوال شل اوریز جام وروسته د لومړي ځل لپاره نن ماښام د افغانستان پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې سره مخ کېږي.

که چېرته د افغانستان د شل اوریزو لوبو ریکارډ ته وکتل شي، نو له ۲۰۱۳ کال راهیسې له سکاټلېنډ سره ۶ ځلې مخ شوی او په شپږ واړه لوبو کې افغان لوبډلې بریا ترلاسه کړې ده.

دواړه لوبډلو ترمنځ لومړنۍ لوبه د ۲۰۱۳ کال د میې په ۳مه ترسره شوه، چې افغان لوبډلې په ۲۷ منډو وګټله، دویمه لوبه د همدې میاشت په ۴مه وشوه، چې بیاهم افغان لوبډلې په ۷ ویکټو بریا ترلاسه کړه او دریم لوبه د همدې کال د نومبر په ۱۶مه وشوه، چې افغان لوبډلې په ۱۷ منډو بریا خپله کړه.

څلورم لوبه د ۲۰۱۵ کال په جولایۍ کې ترسره شوې، چې افغان لوبډلې په ۳۷ منډو او پنځم لوبه چې د ۲۰۱۶ کال په د مارچ په ۸مه ترسره شوه، چې په دې کې یې په ۱۴ منډو بریا خپله کړه او شپږم لوبه د ۲۰۱۶ کال نړیوال جام پرمهال ترسره شوه چې افغان لوبډلې په ۱۴ منډو وګټله.

په دې لوبو کې محمد شهزاد ترټولو زیاتې ۳۰۹ منډې جوړې کړي او لوړې منډې هم د محمد شهزاد دي، چې یوه پاڼې کې ۷۵ منډې جوړې کړي، په ویکټو کې بیا حمید حسن ترټولو زیاتې ۱۰ ویکټې ترلاسه کړي دي.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …