کورپاڼه / جالب / په هند کې یو شخص د موبایل لپاره خپله میرمن خرڅه کړې

په هند کې یو شخص د موبایل لپاره خپله میرمن خرڅه کړې

د هند اړیسه ایالت یو اوسیدونکي، چې اوولس کاله عمر لري، د ځیرک موبایل د اخیستلو لپاره خپله میرمن په پنځه پنځوس کلن شخص خرڅه کړې ده.

د هندي رسنیو د راپورونو پر اساس، پولیسو د راجستان ایالت د باران ولسوالۍ یوه ۲۶ کلنه میرمن ژغورلې ده او خاوند یې په دې جرم نېولی دی چې له واده یوه میاشت یې خپله میرمن د پاخه عمر لرونکي شخص باندې خرڅه کړې ده.

راپور زیاتوي، د روان کال د اګست په میاشت کې یادې جوړې د خښتو په بټۍ کې د کار کولو لپاره راجستان ته لاړ او هلته اوولس کلن ځوان خپله میرمن په یو پنځه پنځوس کلن شخص په ۱۸۰ زره هندي کلدارې خرڅه کړه.

راپور دغه راز وایي چې یاد شخص د میرمنې له خرڅولو وروسته په لاسته ورغلو پیسو ډوډۍ خوړلې او ځیرک موبایل یې اخیستی او کله چې کلي ته ستون شو نو خلکو ته یې وویل چې ښځه یې تښتېدلې ده.

په دې اړه پولیسو ویلي دي، چې دوی د ښځې په ژغورلو کې ډېره هڅه وکړه ځکه ځایي خلکو ویل چې دوی د ښځې روپۍ ورکړي دي او نه پرېږدي چې څوک یې ترې بوځي.

دا هم ولولئ

هغه مشهور موږک مړ شو، چې د کرپټو کرنسۍ تجارت یې کاوه

د نړۍ په کچه مشهور موږک، چې د کرپټو کرنسیو یا ډیجیټل اسعارو تجارت یې …