کورپاڼه / خبرونه / ((تا هم ګل خاني شروع کړه)) شاپور ځدراڼ پاکستان ته مبارکي ورکړې، خو افغانانو پرې سختې نیوکې کړي
شاپور ځدراڼ

((تا هم ګل خاني شروع کړه)) شاپور ځدراڼ پاکستان ته مبارکي ورکړې، خو افغانانو پرې سختې نیوکې کړي

پرون د نړیوال شل اوریز جام په لړ کې پاکستان د هند لوبډلې ته د ۱۰ ویکټو په ستر توپیر ماتې ورکړه او په لومړي ځل یې په نړیوال جام کې له هند څخه لوبه وګټله.

د نورو خلکو تر څنګ په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکیني چټک توپ اچونکي شاپور ځدراڼ هم پاکستان ته مبارکي ورکړې ده.

هغه د ویراټ کوهلي او محمد رضوان یو عکس خپور کړی دی، چې د لوبې په وروستیو شېبو کې اخیستل شوی او دواړه پکې خاندي. نوموړي له دې سره لیکلي دي، چې دا د ورزش اخلاق دي، همدا راز پاکستان ته یې په دغه تاریخي بریا باندې مبارکي هم ورکړې ده.

خو د کرکټ افغان مینه والو بیا په شاپور ځدراڼ باندې سختې نیوکې کړې دي او سلګونه کسانو ورته تبصرې کړې دي. ډېری کسانو ورته بیا د (ګل خان) کلمه کارولې ده او ورته یې ویلي دي چې ولې یې پاکستان ته مبارکي ورکړې ده.

زیات شمېر د کرکټ مینه والو ورته لیکلي دي، چې خپل دا پوسټ دې بېرته ډیلیټ کړي او د افتاب عالم یادونه هم ورته ځینو کسانو کړې ده، چې هغه هم لومړی د پاکستان د مبارکۍ په اړه پوسټ کړی و، خو د خلکو له نیوکو وروسته یې خپل پوسټ بېرته ډیلیټ کړ.

دا هم ولولئ

د سټیون سمېت پر خلاف مخالفتونه راپورته شوي

د اسټرالیا لوبډلې پخواني لوبغاړي ایان چیپل د ایشیز لوبلړۍ لپاره د سټیون سمېت د …