کورپاڼه / ليکنې / آیا پوهېږئ چې اته ډوله خلک مو هیڅکله ملګري کېدلی نشي؟

آیا پوهېږئ چې اته ډوله خلک مو هیڅکله ملګري کېدلی نشي؟

آیا پوهېږئ چې اته ډوله خلک مو هیڅکله ملګري کېدلی نشي؟ په دې کې لومړی ډول هغه خلک دی چې د نورو غیبت کوي او نیمګړتیاوې یئ لټوي. دوی ځان پوره ګڼي، د نورو خلکو په رازونو پسې ګرځي او په ناکامۍ یې خوشحالېږي.

دویم ډول خلک د بد عادتونو لرونکې وي، دوی هیڅ تخلیقي او بنسټیز کارونه نشي کولی، ځان بربادوي او هیڅ ښه کار نشي کولی، پر نورو تور لګوي. دریم ډول هغه خلک چې خپلې انا پسې اخیستې وي، خپل ځان کې ورک وي، هیڅ د تورې نه وي خو له خپلې خبرې نه اوړي او یوازې د ځان په اړه غږیږي.

څلورم ډول ډېر احساساتي خلک دی. دوی نه یوازې له کوچنیو خبرو غر جوړوي بلکې یو ډول د وېرې احساس کوي او هر وخت ژاړي، پر نورو نېوکې کوي، پرمختګ یې ژوند کې نه کوي او د غم په حالت کې ژوند کوي. پنځم ډول هغه خلک چې تل یې ځان تیار کړی وي، هر وخت یې ویښته جوړ او سټایل یې برابر وي، دا ډول خلک په باطن کې بیا بل ډول وي او د کمترۍ له احساس څخه کړېږي.

شپږم ډوله هغه خلک دي چې تل نورو ته نصیحت کوي، دوی داسې فکر کوي چې په هر څه پوهېږي او له نورو ډېر معلومات لري او په هر محفل کې ځان استاد استاد ښیي. اووم ډول هغه خلک دی چې ستاسو په تر حرکت نېوکه کوي، دوی له تاسو حسد لري او ستاسو هره کړنه او کار باندې ملنډې وهي.

او اتم ډول هغه خلک دی چې ستاسو د ژړا او اندیښنې فکر ورسره نه وي، تاسو ته د کم عقل او ماشوم فکر کوي، نو له دا ډول خلکو ځان وساتئ ځکه دوی هیڅ خبره جدي نه نیسي.

دا هم ولولئ

د یو آرامه او ښه ژوند اړینه ده چې خپل خواهشات او غوښتنې راکمې کړو

د یو ښه او بریالي ژوند لپاره اړینه ده چې خپل خواهشات او غوښتنې راکمې …