کورپاڼه / جالب / اندونیزیا کې یوې میرمنې ادعا کړې چې پنځلس دقیقو کې په حیرانوونکې توګه حامله شوې او ماشوم یې هم زېږولی

اندونیزیا کې یوې میرمنې ادعا کړې چې پنځلس دقیقو کې په حیرانوونکې توګه حامله شوې او ماشوم یې هم زېږولی

په دې نړۍ کې به خدای خبر چې هره ورځ څومره عجیبې او حیرانوونکې واقعې پېښېږي، خو اوس په اندونیزیا کې یوه داسې پېښه رامنځته شوې ده، چې د انسان عقل ورته کار پرېږي.

په اندونیزیا کې یوې ښځې ادعا کړې ده، چې هغې له کوم سره بدني اړیکه هم نه ده نېولې خو په ناڅاپي ډول له هوا څخه حامله شوې ده او پنځلس دقیقې وروسته یې ماشوم زېږېدلی دی.

د رسنیو د راپور له مخې، په اندونیزیا کې یوې میرمنې حیرانوونکې ادعا کړې، ښځې ویلي چې له کوم سړي سره یې اړیکه نه ده نېولې بلکې له هوا څخه حامله شوې ده.

هغې ویلي چې ماسپښین له لمانځه وروسته یې په کوټه کې خوب کاوه، چې په ناڅاپي ډول یې داسې حس کړه چې بدن ته یې هوا دننه شوې ده، بیا یې په خېټه د درد احساس وکړ او وپړسېده، بیا روغتون ته لاړه او هلته یې یو صحت مند ماشوم وزېږاوه.

له دې وروسته چې خلک خبر شول، د ځایي سیمې د روغتون کمېټې مشر د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د میرمنې څنګ ته ورغی، هلته یې معلومه کړه چې میرمن واده کړی خو اوس له خاوند څخه بېل ژوند کوي.

دا هم ولولئ

د کمپیوټر سافټویر لخوا جوړ شوي شپږ شاهکارونه په ۱.۳ میلونه ډالر وپلورل شول

ښایي باور مو رانشي خو دا رښتیا دي چې د مصنوعي ځیرکتیا پر اساس د …