کورپاڼه / اسلام / آیا د النصر سورت له معجزو خبر یاست؟

آیا د النصر سورت له معجزو خبر یاست؟

قرانکریم د انسانانو یا بشریت د لارښوونې لپاره د الله تعالی له لورې پر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندې نازل شوی. که چېرته یو څوک پر قرانکریم او د هغې په لارښوونو عمل وکړي نو ان شاءالله چې د ژوند ټولې ستونزې به یې حل شي.

د النصر سورت خو به د ټولو یاد وي خو له آیا معجزو یې خبر یاست؟ که چېرته یې په اړه پوه شوئ نو ښایي هره ورځ دا وظیفه ترسره کړئ او د ژوند له ستونزو ځان وژغورئ.

ددې ترټولو آسانه طریقه داده چې د النصر سورت په یادو زده کړئ او هغه څوک چې دغه سورت یې نه وي زده هغوی دې هم دغه سورت زده کړي، ځکه چې په دې کې الله تعالی د مسلمانانو لپاره بریالیتوب نغښتلی دی.

الله تعالی بنده ګانو د بریا او شکر په صورت کې د تسبیح لارښوونه کړې ده او دغه سورت د بلاګانو او افتونو څخه د مخنیوي لپاره لوستل کېږي. دغه راز د نورو ورځنیو ستونزو لپاره دا وظیفه کېږي.

که چېرته تاسې هم په بدني ډول یا کاروبار کې له ستونزو سره مخ یاست یا په ازموینو کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان یاست، نو هره ورځ اوه ځلې د النصر سورت په داسې ډول وظیفه وګرځوئ، چې اول او اخر کې یې درود ووایئ.

دا هم ولولئ

نوي ساینسي هم د ږیرې پرېښودلو حیرانوونکې ګټې ومنلې

ږیره پرېښودل د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت دی او د اسلام مبارک …