کورپاڼه / جالب / آیا د اخري وخت نښې، نښانې په پوره کېدو دي؟ د بهېدونکي اور وېروونکې منظرې

آیا د اخري وخت نښې، نښانې په پوره کېدو دي؟ د بهېدونکي اور وېروونکې منظرې

د هسپانیې د لاپالما ټاپو له یو اور شیندونکې څخه د اور سیند جوړ شوی او لاوا یې د سیند په څېر بهېدنه پیل کړې او دې لاوې د اتلس سوه جریبه شاوخوا ځمکه نېولې ده.

د بهرنیو رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي چې په هسپانیه کې د بهېدونکې اور وېروونکو منظرو خلک ډار کړي او له اورشېندنې څخه راوتلې لاوې اتلس سوه جریبه ځمکه نېولې ده.

راپور زیاتوي چې ددې لاوې په سبب له دوه زرو ډېرې ودانۍ ورانې شوي او هر لورې ته د اور، لوګي او اېرو منظرې لېدل کېږي او یو میاشت کې چې دا لاوا بهېږي.

د لاپالما اوسیدونکو ددې لپاره چې له اورشېندنې څخه لاوا ودرېږي، د دعاګانو کولو مراسم نېولي او هلته یې خپل مذهبي مراسم هم ترسره کړي دي.

د یادونې وړ، چې د سپتمبر له ۱۹مه نېټې راهیسې د یادې اورشیندنې په سبب شپږ زره کسان بې کوره شوي او په زرګونه جریبه ځمکه اغېزمن شوې ده.

دا هم ولولئ

د ۲۰۲۲ کال په اړه حیرانوونکې خو وېرونکې وړاندوینې

د شپاړسمې پیړۍ مشهور فرانسوي ستور پیژندونکی نوسترادموس لکه څنګه چې د تېرو کلونو په …