کورپاڼه / روغتيا / آیا غواړئ چې وینه مو پاکه او روغتیا مو ښه وي؟ دغه خوراکي توکی وکاروئ

آیا غواړئ چې وینه مو پاکه او روغتیا مو ښه وي؟ دغه خوراکي توکی وکاروئ

ګوړه، د خوږو توکو له جملې څخه ګڼل کېږي او ګنیو څخه لاسته راځي او ګڼ شمېر خلک یې له ډوډۍ سره استعمالوي او ځینې یې په ورېژو په تیارولو کې هم کاروي، خو آیا تاسې یې له ګټو خبر یاست؟

ګوړه د قبض لپاره ډېره ګټوره وي، ځکه چې د ګوړې په استعمال سره خوراکي توکي ډېر ژر هضمېږي او په سبب هغه انزایمونه را بیدارېږي، چې له بدهضمۍ څخه مو ژغورلی شي. د ګوړې په استعمال سره زموږ له ځیګر څخه اضافي توکي خارجېږي او د انټي اکسایدو او منرالونه شتون یې د فري راډیکلونو پر وړاندې درېږي او مخنیوی یې کوي.

د ګوړې په استعمال او د ګوړې په جوړښت کې د موجودو توکو په سبب د سرطاني ناروغیو مخنیوی کېږي. د ګوړې انټي اکساید او ویټامین سي د میکروبونو پر وړاندې درېږي او په همدې ډول د دفاعي سیستم د ځواک سبب کېږي.

د ګوړې استعمال د تنفسي سیستم د ښه والي او د بلغم د ختمېدو لامل ګرځي. دغه راځې د ساه اړوند په ناروغیو کې ګټوره ګڼل کېږي. که چېرته میرمنې په ورځني ډول لږه غوندې ګوړه وخوري، طبیعت یې ښه کوي او د حیض دردونه یې له منځه وړي.

د ګوړې استعمال د بدن تودوخه ډېروي، چې په همدې موخه د ژمي په موسم کې هم ډېره کارول کېږي او د نزلې، زکام او ټوخي لپاره د ارام سبب ګرځي. د ګوړې له ګټو څخه یوه دا هم ده، چې استعمال له وینې څخه اضافي توکي خارجوي او د وینې د پاکوالي لامل ګرځي.

ګوړه له فولیټ او زنک څخه ډکه وي، چې بیا همدغه مادې د وینې د ډېروالي سبب ګرځي او د وینې کمښت پوره کوي او میګنیزیم یې کولمو ته قوت وربخښي. ګوړه د بدن تودوخه کنټرولوي او په همدې ډول معدې ته یخوالی وربخښي، چې بیا د هضم په مرحله کې هم اسانتیاوې رامنځته کېږي.

د ګوړې په جوړښت کې د پوتاشیم او سودیم شتون د بدن تېزابیت کنټرولوي او په همدې ډول د لوړ فشار مخنیوی هم کوي. د بندونو درد ختموي، سټړیا له منځه وړي او پوتاشیم یې که څه هم د زړه لپاره ګټور وي، ورسره څنګ کې د میتابولیزم عملیه هم ښه کوي او په همدې ډول اضافي وازده اوبه کوي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …