کورپاڼه / جالب / هغه ساکښ چې د خوب پرمهال غږ او خوشبو حس کوي

هغه ساکښ چې د خوب پرمهال غږ او خوشبو حس کوي

د ځمکې پرمخ چې څومره ساکښان ژوند کوي له وېده کېدو وروسته له فزیکي نړۍ سره اړیکه پرې کوي او هغه څه چې یې پر شاوخوا کې پېښېږي، په اړه یې هیڅ معلومات ورته نه کېږي.

خو اوس د چاپیریال پوهانو له لورې یوه څېړنه ترسره شوې او داسې پایلې ورڅخه ترلاسه شوي چې ساینسپوهان یې حیران کړي دي. څېړونکو د څېړنې پرمهال ددې په هڅه کې ول ترڅو پوه شي چې د خوب پرمهال کوم ډول حیوانات د خپل شاوخوا حالات، غږونه، خوشبو او نور حس کړي او غبرګون پرې ښیي.

د امپیریل پوهنتون څېړونکي الیس فرنچ ویلي دي، د خوب پرمهال د هر ساکښ پوزیشن کمزوری کېږي او همدا لامل دی چې د ښکار کېدو خطر یې هم ډېر وي، خو باید د خوب پرمهال دماغ فعال وساتل شي ترڅو ژر غبرګون وښیو.

څېړونکو موندلې ده، هغه مچۍ چې په ګلونو ګرځي، هغه د داسې وړتیاوو لرونکې وي چې د انسان په څېر د خوب پرمهال غږ حس کوي او بد بوی هم احساسولی شي.

د څېړنې پرمهال مچۍ په یوه لویه ځای کې بندې کړل شوې او کله چې وېدې شوې نو هلته یې لږ غوندې تېزاب وشېندل، بیا له هغې وروسته مچیو بنګ-بنګ پیل کړ او ځایونه یې بدلول او څېړونکو دا پایله ترې ترلاسه کړه چې مچۍ د خوب پرمهال بوی حس کوي.

دا هم ولولئ

د ۲۰۲۲ کال په اړه حیرانوونکې خو وېرونکې وړاندوینې

د شپاړسمې پیړۍ مشهور فرانسوي ستور پیژندونکی نوسترادموس لکه څنګه چې د تېرو کلونو په …