کورپاڼه / هنر او کلتور / آیا پوهېدئ چې یو وخت اکشي کمار او سني دېول د روینه ټنډن په سر سره خپه شوي ول؟

آیا پوهېدئ چې یو وخت اکشي کمار او سني دېول د روینه ټنډن په سر سره خپه شوي ول؟

د هندي سینما مخکښ اداکارانو اکشي کمار او سني دېول، چې د دواړو بالیووډ ته بې شمېره بریالي فلمونه ورکړي دي، یو وخت د یوې اداکارې له امله له یو بل سره په جنجال ول.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، اکشی کمار او سني دېول په ۱۹۹۷ کال د خپل بلاک بسټر فلم (ضدي) د ثبت پرمهال د اداکارې روینه ټنډن له امله له یو بل سره په جنجال ول.

راپور زیاتوي چې د یاد فلم د ثبت پرمهال روینه ټنډن په یو کونج کې ناسته وه او په دې سبب یې ژړل چې له اکشي کمار سره یې درې کلنه ملګرتیا ختمه شوې وه.

ویل کېږي کله چې روینه ټنډن ژړل او خپه ناسته وه، نو اداکار سني دېول یې څنګ ته ورغی او د لامل پوښتنه یې ترې وکړه، چې بیا هغې ورته ټوله کېسه وکړه او سني دېول ډېر په غوسه شو.

سني دېول خپله غوسه کنترول نشوه کړای او سمدستي د اکشي کمار څنګ ته ورغی، چې بیا د دواړو ترمنځ سخته شخړه هم وشوه او بیا دغه سوړ جنګ هغه وخت ختم شو کله چې اکشي کمار له ټوینکل کهنا سره واده وکړ.

دا هم ولولئ

انیل کپور له کنګنا رناوت سره د واده هیله څرګنده کړه

هندي اداکار انیل کپور له کنګنا رناوت سره د واده کولو هیله څرګنده کړې ده. …