کورپاڼه / جالب / د نړۍ هغه سیمه، چېرته چې راتلونکې دوو میاشتو پورې لمر نه راخېژي

د نړۍ هغه سیمه، چېرته چې راتلونکې دوو میاشتو پورې لمر نه راخېژي

د نړۍ هغه سیمه، چېرته چې راتلونکې دوو میاشتو پورې لمر نه راخېژي. د امریکا په الاسکا ایالت په ښار کې د وروستي ځل لپاره د تېرې یکشنبې په ورځ د دوو میاشتو لپاره لمر ولوېده.

افغانستان د نړۍ له هغه خوش بخته سیمو څخه دی، چېرته چې کال څلور موسمونه لري او خلک یې د لمر وړانګو د کال په هر موسم کې برخمن دي، خو ځینې داسې سیمې او ځایونه هم شته، چېرته چې په میاشتو-میاشتو لمر نه وي.

په دې سیمو کې ډېر لږ شمېر خلک ژوند کوي، خو د څېړونکو د هدف ځایونه بیا همدغه ډول سیمې وي او همداسې یوه سیمه د الاسکا ایالت کې هم شته دی، چېرته چې لمر یوازې د یو څو ورځو لپاره راښکاره کېږي.

اوس هم د تېرې یکشنبې په ورځ په یاده سیمه کې د وروستي ځل لمر خپلې خپرې وړانګې راټول کړې او غروب یې وکړ او د راتلونکي جنورۍ تر ۲۳مه نېټه به نه راڅرګندېږي.

په همدې سبب دغه سیمه د نړۍ ترټولو سړه سیمه ګڼل کېږي او هلته د کال په ټولو ورځو کې د تودوخې درجه منفي وي او هر لورې ته واورې پرتې وي او همدا لامل دی چې هلته نه کرنه کېږي او نه پیداوار لري.

دا هم ولولئ

د ۲۰۲۲ کال په اړه حیرانوونکې خو وېرونکې وړاندوینې

د شپاړسمې پیړۍ مشهور فرانسوي ستور پیژندونکی نوسترادموس لکه څنګه چې د تېرو کلونو په …