کورپاڼه / روغتيا / آیا تاسې هم د سفر پرمهال د زړه بدوالي ستونزه لرئ؟

آیا تاسې هم د سفر پرمهال د زړه بدوالي ستونزه لرئ؟

ډېر شمېر خلک په بس یا موټر کې د سفر پرمهال یا زانګو کې د ناستې پرمهال د زړه بدوالي او سرګرځېدو له ستونزې سره مخ کېږي، نو که چېرته تاسې هم له ورته ستونزو سره مخ یاست نو په دې لارښوونو عمل وکړئ.

روغتیاپالان وایي، کله چې د انسان ذهن او غوږ دننه بهر بهرنی حرکت یو ډول حس نه کړي یا غوږ مو یو حرکت حس کړي خو سترګې مو دننه موټر کې وي، نو بیا سترګې دماغو ته د ساکن او غوږ ورته د حرکت پیغام استوي. دا وخت دماغ له یو متضاد حالت سره مخ شي، خو که چېرته په دې لارښوونو عمل وکړو ستونزه حلولی شو.

د ادرک استعمال: امریکایي روغتیاپالان وایي، ددې ترټولو آسانه حل دادی چې له سفر څخه یو ساعت شاوخوا وړاندې باید په لږه اندازه ادرک وژوو نو د زړه بدوالي له ستونزې به وژغورل شو.

د حساسیت درمل: ډاکتران وایي چې د حساسیت ضد درمل لکه ډراما مایین او بینا ډرل هم په یادو ناروغیو کې آرام بخښي او یو څه خوب راولي.

دغه راز کولی شئ چې کاربونیټیډ اوبه استعمال کړئ، چې دا به مو معده نارمل کړي او هڅه وکړئ چې تل د موټر مخکینی سیټ یا څوکۍ ونیسئ او د سفر پرمهال شاته مه ګورئ.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د اوږد او سالم ژوند لپاره ګټور وي

څوک دا هیله نلري چې سالم، اوږد او ښه ژوند ولري، خو په اوسني دور …