کورپاڼه / کرکټ / د یوه ژورنالست پوښتنې ته د ویرات کوهلي سخت غبرګون

د یوه ژورنالست پوښتنې ته د ویرات کوهلي سخت غبرګون

تېره شپه د هند او پاکستان لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې پاکستان لوبډلې پکې ستره بریا ترلاسه کړه. د هند د ماتې او فشار ترټولو ستر لامل د دوی د پیلیزو توپ وهونکو ژر-ژر سوځېدل ول.

په دې لوبه کې لومړۍ ویکټ د روهیت شرما وه، چې د شاهین افریدي لخوا په صفر وسوځېده او له روهیټ شرما وروسته د لوکیش راهول ویکټ هم ډېر ژر ولوېده او هند یې تر سخت فشار لاندې راوست.

له لوبې وروسته کله چې ویرات کوهلي خبري کانفراس ورکاوه، نو یو ژورنالست له نوموړي وپوښتل چې آیا روهیت شرما به په بله لوبه کې وي؟ چې دې پوښتنې ته کوهلي لومړی وخندل او بیا یې سخت ځواب ورکړ.

ژورنالیست له ویرات کوهلي پوښتنه وکړه، چې په راتلونکي لوبه کې به د روهیت شرما پر ځای ایشان کیشن ولوبېږي؟ کوهلي لومړی وخندل او بیا یې ویل زه فکر کوم چې زموږ اوسنۍ لوبډله غوره ده، خو تاسې په اړه څه وایئ؟

کوهلي زیاته کړه، ایا تاسې به روهیت شرما د شل اوریز جام له نړیوالې لوبې څخه وباسئ؟ او بیا یې زیاته کړه چې که چېرته ستاسو مطلب زموږ ترمنځ جنجال اچول وي نو ووایئ چې هماغسې ځواب درکړم.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …