کورپاڼه / روغتيا / د روغتیا نړیوالې ادارې د شکرې ناروغۍ نوې څلور نښې، نښانې وښودلې

د روغتیا نړیوالې ادارې د شکرې ناروغۍ نوې څلور نښې، نښانې وښودلې

د روغتیا نړیوال ادارې د شکر ناروغۍ څلور نوې نښې، نښانې په ګوته کړي او ویلي یې دي چې که چېرته تاسې هم له ورته نښو، نښانو سره مخ یاست، نو دا په دې معنی چې تاسو د شکر ناروغي لرئ.

د روغتیا نړیوالې ادارې د راپور له مخې، شکر د انسان په بدن کې هغه مهال پیدا کیږي کله چې بدن د انسولین کارول بند کړي او انسولین په بدن کې د شکرې کچه کنټرولوي.

شکرې یوه داسې ناروغي ده که چېرته څوک پرې یو ځل اخته شي نو بیا ټول عمر ترې نشي ژغورل کېدلی. دلته به ددې ناروغۍ ځینې نښې، نښانې در وښیو.

د شکرې ناروغۍ لومړۍ نښه د تندې احساس دی، که چېرته یو څوک په د شدیدې تندې احساس کوي او ستوني یې هم ورسره وچیږي او د ډېرو اوبو څښلو سربېره یې بیاهم تنده لا پسې زیاتیږي، نو ښایي د شکرې ناروغي ولري.

د شکرې ناروغۍ دوهمه نښه ډیرې متیازې ادرار دی، که چېرته تاسې له دې ستونزې سره مخ یاست نو مطلب یې دادی چې بدن مو د ادرارو له لارې اضافي ګلوکوز خارج کوي.

د شکرې ناروغۍ دریمه نښه ډېره ستړیا ده، دا داسې ستړیا وي چې په خوب او آرام سره نه ختمېږي او څلورمه نښه ډېره غوسه کول یا په نه خبره شور کول دی، چې له دې څخه د شکرې ناروغي تشخیص کېدلی شي.

دا هم ولولئ

په ځوانانو کې د مفصلونو او عضلو درد او سببونه یې

په ډېر عمر لرونکو کسانو کې د مفصلونو یا بندونو درد په عام ډول موندل …