کورپاڼه / روغتيا / آیا په لوڅو پښو د ګرځېدو له زیانونو خبر یاست؟

آیا په لوڅو پښو د ګرځېدو له زیانونو خبر یاست؟

کله چې یو ماشوم په کوچنیو او وړو-وړ ګامونو پیل وکړي، نو مور او پلار یې پرته له دې چې بوټان پر پښو کړي، ګرځوي ترڅو پښې ټینګې کېږدي او په لاره کې له کوم خنډ سره مخ نشي، خو والدین باید دې ته پام وکړي چې د ماشوم دا عادت داسې نشي چې بیا له بوټانو پر پښو کولو زړه توری شي.

ډېری داسې ځوانان هم شته چې په کور کې په لوڅو پښو ګرځي، یعنې له بوټان پرته ګرځي، په ظاهره خو دا کومه ستونزه نه ګڼل کېږي، خو د وخت په تېرېدو سره د پوستکي ناروغۍ رامنځته کوي.

د نیویارک یو مشهور ډاکټر په دې اړه وايي،
په لوڅو پښو تګ کول د ډیرو بکتریاوو د رامینځته کول سبب کېږي، چې د پوستکي بېلابېلې ناروغۍ رامنځته کوي.

نوموړی وایي چې دا بکتریاوې پر پوستکي برید کوي او د بېلابېلو انتاني ناروغیو لامل کیږي، چې په هغې کې د نوکانو انتاني کېدل، د پښو سوخت او دانې را پیدا کېدل شامل دي.

دغه راز په لوڅو پښو د ګرځېدو ترټولو لویه ستونزه دا ده چې د پښو بد بوی پیدا کوي، چې دا نه یوازې ستاسو لپاره، بلکې د هغو کسانو لپاره هم ځورونکې وي چې ستاسو په شاوخوا کې ژوند کوي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …