کورپاڼه / روغتيا / د وینې جریان د ښه والي لپاره باید کوم خوراکي توکي باید استعمال کړو؟

د وینې جریان د ښه والي لپاره باید کوم خوراکي توکي باید استعمال کړو؟

په بدن کې د وینې مناسب جریان د یو سالم او صحت مند ژوند نښه ګڼل کېږي، خو که چېرته په همدې جریان کې بې نظمي رامنځته شي، نو د ژوند چارې یې اغېزمنېږي.

ددې نېغ په نېغه اړیکه له خوراک سره هم وي، ځکه موږ چې څه خورو نو د هغې غذایي موادو اغېزې زموږ په بدن کې د وینې په رګونو او زړه باندې پرېوځي.

ددې لپاره اړینه ده چې موږ په خپل ورځني خوراک کې ادرک، پالک، پیاز او دې ته ورته نور اړین خوراکي، چې غوره غذایي مواد لري، شامل کړو ځکه چې دغه توکي د وینې جریان ښه کوي.

مناسب او غوره خواړه د روغتیا لپاره ډېر ګټور ګڼل کېږي، نو ددې لپاره باید د مېوو او سبزیجاتو استعمال ډېر کړو او د سرې غوښې، پنیر او د نورو حیواني منابع څخه ترلاسه کېدونکې غوړ لږ استعمالول د روغتیا لپاره ګټور وي.

دغه راز د ډېرې مالګې استعمال د وینې لپاره زیانمن وي، خو مېوې او سبزیجات د بدن وزن برابر ساتي، د وینې غوړ او فشار پیاوړی ساتي او شریانونه هم صحت مند او سالم ساتي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د اوږد او سالم ژوند لپاره ګټور وي

څوک دا هیله نلري چې سالم، اوږد او ښه ژوند ولري، خو په اوسني دور …