کورپاڼه / کرکټ / پر محمد شامي د غدارۍ تور؛ وي وي ایس لکشمن یې په ملاتړ څرګندونه کړې

پر محمد شامي د غدارۍ تور؛ وي وي ایس لکشمن یې په ملاتړ څرګندونه کړې

د پاکستان او هند ترمنځ د تېرې لوبې وروسته پر هندي لوبغاړي محمد شامي د غدارۍ تور پورې شوی، خو د هند پخواني لوبغاړي وي وي ایس لکشمن یې په ملاتړ څرګندونې کړي.

نوموړي پخپل ټویټ کې ویلي دي، چې محمد شامي له تېرو اتو کلونو راهیسې د هند لپاره غوره لوبې کړي او د خپلو وړتیاوو پرمټ یې هند لوبډله تر بریا رسولې ده.

لکشمن زیاته کړې، چې محمد شامي د یوې لوبې په سبب مه تلئ، زما نېکې هیلې تل له شامۍ سره دي او د کرکټ مینوالو ته زما مشوره داده چې محمد شامي او هندۍ لوبډله سپورټ کړي.

د یادونې وړ ده، چې د تېرې شپې لوبې په سبب، هند له پاکستان څخه ماتې وخوړه، د هند یوازینی مسلمان لوبغاړی محمد شامي تر سخت نېوکو لاندې راغلی دی.

د راپور له مخې، محمد شامي د تېرې لوبې په سبب، چې یو اور کې یې ۱۷ منډې ورکړې، غدار ګڼل شوی او د هند کرکټ مینوال غوښتنه کوي چې هغه له لوبډلې کېنوي.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …